Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28
29
30

د سراسري امنیت ادعا؛ د سنوکر فدراسیون مشر چې وسله والو سړي تښتوونکو وژلی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو

0

د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وحیدالله اصغري چې څو ورځې مخکې کابل کې وژل شوی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو.وحیدالله اصغري تېره سه شنبه د شپې ناوخته په کابل کې نامعلومو وسله والو تر تښتولو وروسته وژلی وو.د اصغري کورنۍ ته دوه ورځې وروسته د هغه مړی سپارل شوی وو.د هغه زوی علي عباس اصغري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید د پلار د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې عاملین به ونیسي.وحیدالله اصغري له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وو او د المپیک کمېټې ته نږدې یې د افغان کلب په نوم د سنوکر یو کلب هم درلود چې وخت ناوخته به پکې په ملي کچه لوبې هم کېدلې.که څه هم د طالبانو د پوره امنیت ادعا کوي خو دا او ځینې نورې امنیتي پېښې چې په تېره ځینې ورزشکاران پکې په نښه شوي بل څه وايي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса