د اوکراین دنیپرو ښار باندې د روسي ځواکونو نويو بریدونو مرګ ژوبله اړولې
روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین سوېل ختیځ ښار دنیپرو باندې د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو په پرله پسې سخت بریدونه وکړل.دغه بریدونه نورو سیمو ته هم وغځیدل چې په نتیجه کې یې ، لس کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.دنیپرو ښار د شپې او ورځې په اوږدو کې درې جلا بریدونو سره مخ شو.د سیمې والي اولېکساندر هانژا وویل، په ښار کې اته کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. دا ښار د روسیې پر وړاندې د څه دپاسه څلورو کلنې جګړې په ترڅ کې بیا بیا په نښه شوی دی.په لومړي برید کې، چې د شپې ترسره شو، د استوګنې د یوې ودانۍ لویه برخه ونړېده. هانژا وویل چې له کنډوالو څخه د څلورو کسانو مړي را وایستل شول.همدغه ځای د ورځې پر مهال بیا هغه وخت وویشتل شو چې ژغورونکي په کار بوخت وو. په دویم برید کې یو کس ووژل شو او اووه نور ټپیان شول.اته نور کسان د شنبې په ماښام په بل برید کې ټپیان شول. د هانژا په وینا، ټول دغه ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
