د روغتیا نړیوال سازمان : ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ اغېزمنوي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي.
د افغانستان لپاره د روغتیا دنړیوال سازمان څانګې د شنبې په ورځ، د غويي ۵مه، د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سره لدې هم د وقایې، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوند ژغورل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ټولنې تر ډېره د ګرمو او باراني میاشتو پر مهال له ملاریا سره مخ کېږي.
روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې وویل چې د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د ملاریا پېښې زیاتې شوې ، او په دې میاشت کې د ملاریا شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوې دي، چې د فبرورۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملاریا داسې ناروغي ده چې د غوماشي له لارې له یوه اخته کس څخه بل سالم کس ته لېږدول کېږي او تر ډېره ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنوي.
