په افغانستان کې د کرایي کورونو ستونزې
له ایران او پاکستانه یو شمېر راستنې شوې افغانې کورنۍ وايي په کور دننه د کرايي کورونو له کمښت او د لوړې کرایې له ستونزې سره مخ دي.
په افغانستان کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسولین هم د کرایو د لوړېدو او د کورونو د کمښت ستونزه تاييدوي او لامل یې د کډوالو پراخه ستنېدنه بولي.
