په ترکيه کې د معيوبو ځناورو د ساتنې مرکز جوړ شوی دی
په ترکیه کې يو تنظيم د معیوبه سپيو لپاره داسي ګاډي جوړ کړي چې هره ورځ يې ګرځوي. دغه سازمان د ۵۶۰ ځناورو ساتنه کوي چې ۳۰۰ يې معيوبه دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
په ترکیه کې يو تنظيم د معیوبه سپيو لپاره داسي ګاډي جوړ کړي چې هره ورځ يې ګرځوي. دغه سازمان د ۵۶۰ ځناورو ساتنه کوي چې ۳۰۰ يې معيوبه دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" کې د قبايلی سيمو د اوسېدونکو پر ټولنيز ژوند د ترهګرۍ ضد جګړې اغېز بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د حماس تر واک لاندې د الاقصا ټېلېوېژن د رپورټ له مخې، ځايي خلکو ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر نهمه د غزې پر مرکزي او جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي دي. د ټېلېوېژن په وینا، په النصیرت سیمه کې پر یوې ودانۍ په برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي.
په کواټ کې د څپلیو جوړولو یو مارکېټ دی چې پکې هېڅ برېښنايي مشین نه کارېږي او کاریګر ټول کار په لاس کوي. د کواټ تېلېدارې او پنجې دارې څپلۍ یا کېړۍ پخوا ډېرې مشهورې وې او له پاکستانه بهر هم به هم لېږدول کېدې. اوس هم خلک په اخترونو کې په کاریګرو د خپلې خوښې څپلۍ جوړوي. د هغو څپلیو جوړېدو او د دوکاندارانو ستونزو په اړه دا ویډیو وګورئ.
په پاکستان کې زياتره وخت د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي.