ګرجستان وایی د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی
دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې "همدا اوس" د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی. ولسمشر، جیورجي مارګیلاشویلي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې هېواد ټول "ابتدايي شرایط" چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره یې اړتیا ده، پرځاي کړي دي. د ګرجستان ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونودمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې، بروکسل ته تللی دی. هغه وویل چې ګرجستان په ناټو کې غړیتوب ته "همدا اوس" هم تیار دی او د ناټو غړي هېوادونه باید دې پوښتنې ته چې ګرجستان څه وخت غړیتوب ترلاسه کولائ شي، ځواب ورکړي . Читать дальше...
