د طالبانو حکومت: ۱۵۵ کورنۍ له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستنې شوې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د نومبر پر ۲۰مه له پاکستان او ايران څخه ۱۵۵ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د طالبانو د حکومت کمېشن د نومبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل کې ۳۵ کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې له پاکستانه او ۱۲۰ کورنۍ د هرات او نيمروز له لارو له ايرانه افغانستان ته ستنې شوې دي. بیان زیاتوي چې افغانستان ته د تازه ستنو شویو کورنیو د غړو شمېر ۷۳۵ دی. د طالبانو حکومت البته دا نه دي ویلي چې هغه کډوال له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوي او که نه په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي. Читать дальше...