چين ويلي چې پاکستان دې يې د وګړو په وژنه کې ککړ کسان سزا کړي
د سيند په کراچۍ کې د چين قونسل جنرل له پاکستانه غوښتي چې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. يانګ يوندونګ د نومبر پر ۲۷مه د چين د ولسي جمهوریت د جوړېډو د ۷۵مې کليزې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې دې پر چينايي وګړو په شویو بريدونو کې د ککړو کسانو ضد کاروايي وشي. هغه وویل چې په دې اړه يې د پاکستان له حکومت او امنيتي چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړی دی او تمه لري چې اسلام اباد به په دې لړ کې عملي ګامونه واخلي. د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره... Читать дальше...