د ایران له کرمان څخه نژدې ۲ زره افغان کډوال وایستل شول
د ایران د کرمان ولایت عمومي څارنوال اعلان کړی چې په تېرو دریو ورځو کې یې یو زرو ۷۸۸ افغان کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، نیولي او له دغه ولایته ایستلي دي. د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا نن (یکشنبه) راپور ورکړ چې مهدی بخشي ټینګار کړی چې په کرمان کې د بې اسنادو افغانانو ګومارل "جرم" ګڼل کېږي. د بخشي په وینا، دغه کسان د "ټولنیز امنیت د لوړولو" د طرحې په تړاو، د امنیت د احساس د زیاتېدو په هدف، بېرته ستانه کړای شوي دي. د کرمان دغه څارنوال همداراز ویلي چې په ایران کې بهرنیان باید د قانوني... Читать дальше...