Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2020

Новости за 08.08.2020

جګړه‌ځپلې افغان مېرمنې له جنګه ستړې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لسیزو جګړو ځپلې ښځې وایي له جنګه ستړې دي او سوله غواړي. دغو مېرمنو چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې یې ګډون کړی وایي حاضرې دي چې د کورنۍ د قرباني شویو غړو وینې وبخښي، خو په دې شرط چې دایمي سوله راشي. نور حال د لېمه هادي په راپور کې.

د سولې مشورتي لویې جرګې دوهمه ورځ

Pa.azadiradio.com 

د لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وویل، د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د جرګې د غړو له موافقت او د دغو بندیانو له خوشې کېدو وروسته به د درې ورځو په لړ کې بین‌الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي. بلخوا د روغتیا وزارت وایي د جرګې ۱۷ غړي په کرونا ویروس اخته دي. نور حال فېروزه عزیزي بیانوي.

لویه جرګه، پلویان او مخالفان یې څه وایې؟

Pa.azadiradio.com 

د سولي مشورتي لویه جرګه پرون په کابل کې پیل شوه او تمه ده تر سبا دوام وکړي. دغه جرګه خپل مخالفان او پلویان لري. هیلۍ اسد له یو شمیر کابل ښاریانو څخه پوښتلي چې ولي له لویې جرګې سره مخالف یا موافق دي؟

د جان ماما له ویر ډک ژوند

Pa.azadiradio.com 

جانان ماما چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی وايي چې د غبرګو زامنو له وژل کېدو وروسته‌یې د شپېلۍ غږولو ته مخه کړې او ارمان لري چې افغانستان ته تل‌پاتې سوله راشي. حبیب‌الرحمان تأثیر یې په اړه دا راپور چمتو کړی.



کورونا د قبایلي سیمو د ځوانانو ژوند څومره اغېزمن کړی؟

Mashaalradio.com 

"ځوانانو غږ" خپرونه کې مو دا ځل د "کورونايي وضعیت نه د راستنېدو" او "پر لوبو د کورونا د اغېز" په اړه د قبايلي ضلعو سره د تعلق لرونکو د ځوانانو د سازمانونو له مشرانو سره خبرې کړي. د خپرونې کوربه ګل ایاز دی.

عبدالله: د بین الافغاني مذاکرو لومړی پړاو په قطر کې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي نن وویل، د بین الافغاني مذاکرو په وړاندې یو خنډ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل دي. هغه زیاته کړه، چې د جرګې په مشوره که دا بندیان خوشې شي، په درېیو ورځو کې به بین الافغاني مذاکرې پیل شي.

د سولې څلورمه مشورتي لویه جرګه

Mashaalradio.com 

په کابل کې د سولې بهير او د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو لپاره د مشورتي جرګې نن دويمه ورځ ده. دا جرګه به سبا (د اګست تر نهمې) دوام وي. په جرګه کې ۳۲۰۰ تنو چې ۷۰۰ يې ښځې دي ګډون کړی. له دې مخکې په ۲۰۱۹ز، ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۱ز کال کې مشورتي جرګې شوي وې.

د ډاکټرې جویریا حیات خان ژوند او کار

Mashaalradio.com 

په "سروې" خپرونه کې مو دا اوونۍ له ډاکټرې جویریا حیات خان سره خبرې کړې دي. هغه په کوهاټ کې په جي ایچ کیو ټیچنګ روغتون کې ډاکټره ده. ډاکټر جویریا په کوهاټ کې د ځوانانو ډاکټرانو د تنطیم یا ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن مشره هم ده. د نوموړې د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса