Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 10.11.2022

د 'فارمولا ون' سياليو يو فراري موټر په څه باندې ۱۳ مليونه ډالرو وپلورل شو

Pa.azadiradio.com 

هغه فیراري موټر چې په‌کې د فارمولا ون موټرو د دوه زره درېیم کال اتلولي د دې لوبې بې‌ساري اتل مایکل شومایخر ګټلې وه، په څه باندې دیارلس میلیونه ډالرو وپلورل شو. دا موټر پرون په بروکسل کې لیلام ته کېښودل شوی و. تر دې مخکې د فارمولا ون تر ټولو ګران بییه موټر د شومایخر د دوه زره اوولسم کال د اتلولۍ موټر و چې په لیلام کې په اووه نیم میلیونه ډالرو خرڅ شوی و.

روسي او ايراني چارواکو د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د ایران د ملي ځواکونو د شورا له مشر علي شمخاني سره د اوکراین پر جګړه، امنیت او نورو اړوندو مسلو خبرې کړي دي. دا خبره د روسیې امنیت شورا پرون خپره کړې او ویلې یې دي، پتروشیف څلور ورځې وروسته تر هغه تهران ته سفر کړی چې ایران د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیي ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي. د ایران چارواکو ویلي، دوی د اوکراین د جګړې له پيل مخکې روسیې ته بې پیلوټه انتحاري الوتکې ورکړي دي. روسیې د ایران په انتحاري بې پیلوټه الوتکو چې په کمیکازه مشهورې دي، د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي دي.

امريکايي پوليس: اروپا کې د خپلې مېرمنې په وژنه تورن افغان نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې پولیسو ویلي، هغه افغان چې دغلته د خپلې مېرمنې په وژنه تورن دی، د اروپا دننه نیول شوی دی. د واشنګټن د پولیسو یوه چارواکي مارک ګریګوري پرون خبریالانو ته وویل چې، له اروپا امریکا ته د دغه مشکوک افغان وحید کاشفي د استرداد هڅې روانې دي. ګریګوري ویلي، دغه افغان ۲۰۱۹ کال کې د امریکا دننه خپله مېرمن وژلې وه او وروسته له دغه هېواده تښتېدلی و. د پولیسو چارواکو ویلي، مشکوک قاتل د اکتوبر په نهه ویشتمه په اروپا کې د خپل هستوګن‌ځای دننه نیول شوی، خو دا نه‌دي ویل شوي چې د اروپا کوم ځای کې.

د ناټو سرمنشي د جمهوري غوښتونکو له بريا سره له اوکراين د نه ملاتړ خبره رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي دا خبره رد کړه چې د امریکا په منځ‌مهاله انتخاباتو کې به د جمهوري غوښتونکو له بریا سره، د لوېدیځ له لورې د اوکراین پوځي ملاتړ ټکنی شي. ینس ستولتنبرګ پرون د برېتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره د لیدو پر مهال وویل چې، له اکراین څخه به د ناټو د متحدانو ملاتړ ادامه پیدا کړي، همدا راز د خرسون ښار په جګړې کې به د اوکراین ترڅنګ وي. د راپورونو له مخې روسیې خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون له ښاره ووځي. ستولتنبرګ وویل، دی نه‌شي کولی چې د امریکا د منځ‌مهاله دورې... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې يوه کمېشنره: د افغان ښځو غږ بايد واورېدل شي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې یوه چارواکې وایي، د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي. د نړیوالو چارو د مشارکت په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنره جاټا ارپیلیانین پرون له یو شمېر افغان مېرمنو سره تر لیدو کتو وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې له افغان مېرمنو به د اروپایي ټولنې ملاتړ ادامه پيدا کړي. اروپایي ټولنه د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د افغان ښځو یوه له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ده. طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر افغان مېرمنو سخت محدوديتونه لګولي دي.

روسيه کې راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

روسیې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون د روسیې تاس خبرې اژانس ته وویل چې، د ماسکو فارمټ په نوم غونډه به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې ترسره شي چې په‌کې به د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان او قزاقستان استازي برخه واخلي. طالبانو ویلي دي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل منفي اغېز کولی شي او د دوی له ګډون پرته به دا غونډه نیمګړې وي. روسیې ورته غونډه پروسږ... Читать дальше...

کرېکټ؛ دويمه نيمه پايلوبه کې نن هند او انګلستان مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

په استرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه نن د انګلستان او هند د ملي ټیمو ترمنځ ده. پرون په دې نړیوال جام کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان د نیوزیلنډ لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. ټاکل شوې ده چې پایلوبه د یکشنبې په ورځ د استرالیا په میلبرن کې د پاکستان او د نننۍ لوبې د ګټونکي ترمنځ وشي.

برېتانيا په افغانستان کې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته د غرامت پيسې ورکړې دي

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا د سلګونو هغو افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې د برېتانیایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې وژل شوې دي. د وسله‌وال تاو تریخوالي پرضد په لندن کې یوې مېشتې خیریه موسسې خبر ورکړ چې برېتانیا د هغو څلور شپېته افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوې دي. د دې موسسې په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې دې ماشومانو له یوه کاله تر پنځلس کلونو پورې عمر درلود چې په افغانستان کې د برېتانیا د اته کلن... Читать дальше...

کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک‌نوټه رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

دا افغانۍ مخکې چاپ شوې وې خو طالبانو نه شوای کولی چې افغانستان ته یې انتقال کړي، اوس د امریکا متحد ایالتونو دې ته لاره برابره کړه چې دا پیسې ولېږدوي. د افغانستان بانک مسؤلينو په وینا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان دې مرکزي بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د پیسو د ورکړې لاره هواره کړه، کابل ته په پولنډ کې چاپ شوې افغاني بانک نوټونه ورسېدل. د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د افغانستان له مرکزي بانک سره په چلند کې د بدلون څرګندونه کوي، ځکه... Читать дальше...

نړیوالې ورځپانې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه انډیپنډنټ: برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه تر دې سرلیک لاندې چې په طالبانو کې دننه د دې لپاره چې ښځینه ډاکټرانې ښځې له نورو جلاکړي، فشارونه روان دي، په یوه مطلب کې لیکي، وروسته له هغې چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د کابل د ښځو په روغتون کې د امیده مومند د ټولګي نږدې درېیمه برخه ډاکترانې له هېواده وتښتېدې. هغه وایي، د دغو ډاکترانو په وتلو سره د روغتون پر پرسونل فشارونه زیات شوي دي. انډیپنډنټ لیکي، مېرمن مومند پرېکړه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге






В RuStore стало больше 10 000 разработчиков

Продюсер Яна Рудковская призналась, что с семьей покинула Россию

В редакции делового журнала «Компания» в Москве прошли следственные действия

Крупного землевладельца оштрафовали