Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2024

Новости за 15.03.2024

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی

Mashaalradio.com 

په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس د موندلو او استخراج شرکت وايي چې هلته یې د ګیسو نوې ذخیرې موندلې دي. ماړي پېټرولییم کمپني وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی. چارواکي وايي، له هغه ګیسه به پاکستان په کال کې ۲۶۵ مېلیونه ډالر وګټلای شي. نور په رپورټ کې.

د روژې له راتګ سره پاکستان کې د خرما نرخ لوړ شوی دی

Mashaalradio.com 

د روژې له راتګ سره سم په کراچۍ کې د خرما (کجورې) کاروبار او نرخ لوړ شوی دی. په کراچۍ کې د پاکستان د خرما تر ټولو لویه منډيي ده چې له هغه ځایه د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي. کاروباریان وايي، تېر کال بارانونو د پاکستانۍ خرما حاصل خراب کړ چې له وجې یې له ایران او عربي هېوادونو ورغواړي. په پاکستان کې مسلمانان عموماً روژه په خرما ماتوي. ویډیويي رپورټ.

عایشه معلمه وه، خو اوس روږدې او بې کوره ده

Pa.azadiradio.com 

د هرات اوسېدونکې عایشه وايي، معلمه وه، خو اوس په نشه‌يي توکو اخته شوې ده. هغه له خپل مېړه او ماشومانو سره د هرات په سړکونو شپې او ورځې تېروي. نور په ویډیو کې:

د خیبر اوسېدونکي د ځمکې لانجو هواری غواړي

Mashaalradio.com 

په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ځمکو پر سر د بېلابېلو سیمو د ولسونو ترمینځ لانجې زیاتې شوې دي. د هغې ضلعې اوسېدونکي وايي د دې لامل د ځمکو د ملکیت رېکارډ نه شتون دی. دوی له حکومته د لانجو د هواري غوښتنه کوي. انتظامي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) په مرسته د ځمکو ثبتولو چارې پیل کړې دي. نور په دې رپورټ کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Даниил Медведев снялся с четвертьфинала «Мастерса» в Мадриде из‑за травмы






Разрубил труп девушки и сжег в лесу. Убийца Виктор Коэн вышел из тюрьмы

Презентация новых Apple iPad пройдёт в удобное для европейцев и китайцев время

«Мода на магию VS Пасха»: Светские новости Якутии

Эксперт рассказала о плюсах хранения хлеба в морозилке