Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

اروپايي اتحاديې ته د ۱۵ هېوادونو وګړو ته د سفر اجازه ورکړل شوه

0
له نن (د جولاۍ لومړۍ) څخه د نړۍ د ۱۵ هېوادونو وګړي اروپايي اتحادیې ته د سفر اجازه لري.


اروپايي اتحادیې پرون وویل چې کاناډا، مراکش، نوی زیلاند، رواندا، صربیا، جنوبي کوریا، ګرجستان، استرالیا، الجیریا، تایلند، تونس او اروګوای په خوندي یا مصون زون کې شامل هېوادونه دي او وګړو ته‌یې د ورتګ اجازه ورکوي.  


خو د امریکا متحده ایالات‌یې له دې اعلانه مستثنی کړی دی ځکه هلته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.


د اتحادیې ۲۷ استازو پرون وویل چې په امریکا، روسیه، برازیل، هند او ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې دي او وګړي یې اروپايي ټولنې ته د سفر اجازه نه‌لري.


اروپايي اتحادیې ویلي چې له چینه به د وګړو ورتګ ته هغه وخت اجازه ورکړي چې د چین حکومت له اروپا د مسافرو پر ورتګ بندیز لیرې کړي.


اروپايي اتحادیې د سفر د اجازې راپور هره میاشت دوه واره نوی کېږي. هغه هېوادونه چې اروپايي اتحادیې په مصون زون کې شامل کړي او د وګړو لپاره‌یې د سفر ازادي اعلان کړې، باید د اروپايي اتحادیې خلکو ته د ورتګ اجازه ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса