Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 22.07.2020

پښتون ژغورنې غورځنګ پر فضل خان د برید ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د جولای پر ۲۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو او ملاتړیو پر وکیل، بشري حقونو فعال او د غورځنګ مخکښ غړي فضل خان اېډووکېټ د برید ضد مظاهره وکړه. نوموړی د جولای پر ۲۱مه په پېښور کې له حملې روغ ووت. د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج ته په وینا کې د غورځنګ یوه غړي محمد علي وویل، پر فضل خان برید د انصاف لپاره د اوازونو غلي کولو یوه هڅه ده. د پېښور پولیسو پر نوموړي د حملې مقدمه دایره کړې او پلټنې کوي. ویډیويي رپورټ.

مطیع الله جان د عدالت سپکاوي قضیه کې سپریم کورټ ته حاضر شو

Mashaalradio.com 

د جولای پر ۲۲مه، ازاد خبریال مطیع الله جان، د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ ته وړاندې شو. سپریم کورټ نوموړي ته عدالت سپکاوي په قضیه کې د سپیناوي لپاره د دوه اوونیو وخت ورکړ. دا تر هغې وروسته ده چې مطیع الله جان د جولای پر ۲۱مه وتښتول شو او تر ۱۲ ساعته لادرکۍ وروسته خوشې شو. سپریم کورټ همداراز، پولیسو ته امر وکړ چې په دوو اوونیو کې د هغه د تښتونې په اړه رپورټ عدالت ته وړاندې کړي. د اسلام اباد پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې کوي. د عدالت سپکاوي قضیه د مطیع الله... Читать дальше...

پر ټولنیزو شبکو د رسنیو د ازادۍ لپاره موثره اواز پورته کېږي: خبریالان

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ پر موضوع بحث کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ازاد خبریال مطیع الله جان د جولای پر ۲۱مه تر تښتول کېدو ۱۲ ساعته وروسته خوشې شو. پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. دا پېښه خبریالانو د رسنیو پر ازادۍ ګوزار بللې او همداراز وايي، رسنۍ هغو اوازونو ته ځای نه ورکوي چې پکې پر حکومت یا امنیتي ادارو نیوکې شوې وي. خو د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ له پوره ازادۍ برخمنې دي. په اوونیز بحث کې د پاکستان د خبریالانو سازمان – فېډرل یونیین اف جرنلېسټس-... Читать дальше...



د مومندو ملکانو په غلنۍ کې سړک بند کړی

Mashaalradio.com 

د جولای پر ۲۲مه، پر ۱۱مه ورځ هم د مومندو یو شمېر ملکانو په غلنۍ کې عمومي سړک تړلی وو. دوی له حکومته غواړي چې د ځانګړو خاصه دارو مراعات دې بحال کړي. دا خاصه دار او مراعات یې په ۲۰۱۸ز کال کې د قبایلو په خیبر پښتونخوا له ورګډېدو سره ختم شول. د سړک د تړلو له وجې ګڼ ګاډي درېدلي او خلک مجبور دي چې د غره پر کنډ کپر لارو سفر وکړي. حکومتي چارواکي وايي، د ملکانو د مسلې د هواري هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.

Новости России
Москва

Аналитическое исследование «585*ЗОЛОТОЙ» показало, сколько тратят на обручальные кольца в 2024 году в разных городах России



Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов






Певец Сергей АРУТЮНОВ и солистка группы Демо - встречаются, или просто выпустили совместный хит “Солнышко”? Разлад АРУТЮНОВА и Маши Малиновской?

Ушаков: на параде Победы в Москве будут присутствовать лидеры других государств

Музей Победы познакомит с работой почты в годы войны

White Queen в честь своего дня рождения организовала вечер в морском стиле