Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 29.07.2020

سوسن او شعیب د واده مختصر مراسم درلودل

Pa.azadiradio.com 

دوی نه‌غوښتل چې اضافي مصرف وکړي، خو شته داسې کسان چې د کوژدنې کور ته د اختري وړلو لپاره هم باید ډېر تاوان وګالي. یو شمېر کوژده شوي ځوانان وايي، د کوژدنې کور ته اختری وړل او په هر څه کې د کوژدنې برخه کول ښه دي، مینه زیاتوي، خو چې مقابل لوری ډېرې لوړې تمې ونه‌کړي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.

اختر ته چمتووالی او د کرونا ویروس د بلې څپې د راتلو وېره

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت وایي، که کابل ښاریان دا اختر هم د تېر اختر په څېر روغتیایي سپارښتنې عملي نه‌کړي، نو د کرونا ویروس مثبتې پېښې به بیا زیاتې شي. خو کابل ښاریان څه وايي؟ هیلۍ اسد پرې راپور جوړ کړی دی.

راپور: په پاکستان کې يوازې يو فیصد ښځې په خپله خوښه د واده واک لري

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو او د ښځو حقونو لپاره کارکونکي د پاکستان ملي کمیشن یا این سي ایس ډبلیو د روان کال د حالاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې دوی ته د رسیدولو راپورونو ترمخه په پاکستان کې څه د پاسه ۲۸ فيصده جینکۍ له ۱۸کلنۍ مخکې ودېږي. همداراز له ۱۶ فيصدو څخه زیاتې جینکۍ تر ۱۸ کلنۍ مخکې مېندې شي. د جولايي پر ۲۷ مه خپور شوی دا راپور زیاتوي چې په پاکستان کې یوازې یو فيصده جینکو ته پخپله د خپلې خوښې واده اختیار ترلاسه دی او ۱۶ فيصدو سره بیا کورنۍ د واده په اړه خبرې کړي دي. په راپور کې زیاته شوې... Читать дальше...



اپوزیشن د حکومت ختمولو لپاره ګڼ ګوندیزه غونډه راغواړي

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو پاکستان کې د دوو لويو اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ نون مشر شهباز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د ملاقات او د حکومت ضد د لوی اختر وروسته د ګڼ ګونديزه غونډې او ګډې تګلارې موضوع څيړلې ده.

د وزیراعظم عمران خان دوو سلاکارانو استعفا وکړه

Mashaalradio.com 

د جولای په ۲۹مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوو سلاکارانو له خپلو دندو استعفا وکړه. دغه دوه کسان تانیه ايدروس او ډاکټر ظفر مرزا دي چې د دوو هېوادونو د تابعيت يا شهريت درلوده له امله یې دندې پرېښې دي. لومړی د ډيجيټل پاکستان ادارې مشرې او په دې برخه کې د وزیراعظم سلاکارې، تانيه آيدروس استعفا ورکړه. هغې پر خپل ټويټر ليکلي چې د هغې د دوهم شهريت په اړه نيوکو د دې له خوا په ادره کېدونکې ډيجيټل پاکستان سيوری کاوه نو ځکه نوره دا دنده پريږدي. د آيدرویس تر استعفا لږ وروسته، د روغتيايي‌چارو لپاره د وزیراعظم... Читать дальше...

"زه بې وطنه یم"، د یهودي ایرانیانو د ژوند کیسه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب وروسته پر مذهبي لږکیو د فشار د زیاتېدو له کبله زرګونه یهودان تېښتې ته اړه شوي دي.د ایران ډېر یهودان اسرائیل ته تښتېدلي دي. د ازادې اروپا اوازادي راډيو د ایران برخې (راډیو فردا) له تهران تر بیت المقدسه د یهودانو دې سفر ته ځغلنده کتنه کړې ده.

مذهب ته په سپکاوي تورن کس په عدالت کې ووژل شو

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا چارواکي وایي نن (د جولای په ۲۹مه) د پېښور په یو عدالت کې یو تن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د خپلې مقدمې د اورېدنې لپاره ورغلی وو.  وژل شوی تن طاهر شمیم احمد نومیږي چې دوه کاله وړاندې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی وو. نوموړی نن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې پر ضد یې د مذهب سپکاوي د مقدمې اورېدنه روانه وه.  د پېښور ښار د پولیسو یو چارواکی محمد علي ګنډاپور په عدالت کې رسنيوو ته وویل چې وژل شوی تن د پېښور د اچیني بالا اوسېدونکی وو چې په ۲۰۱۸م کال کې پرې د نوښار ضلعې په یو پولیس سټېشن کې د مذهب د سپکاوي کېس درج کړل شوی وو. Читать дальше...

د اختر په ورځو کې د ترکارۍ نرخونه ختلي دي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خلک وایي، د اختر له رانېږې کېدو سره د سبزیانو او میوو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي اخیستلای. خو سوداګر وايي د تېلو نرخونه او خراب موسم هم د نرخونو د لوړېدو لامل دی. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.

Новости России
Москва

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации


د چمن لارې د خلاصولو لپاره پرلت دوام لري

Mashaalradio.com 

د چمن – سپين بولدک لارې د بندېدو خلاف د بلوچستان سوداګرو يو ځل بيا په کړې مظاهره کې له حکومته د دې لارې پرانيستل غوښتې دي. دوی د جولای پر ۲۸مه د چمن له مال روډ څخه بیاد افغانستان سره نښلونکي دروازې پورې لاریون وکړ چې پکې په سلګونه کسانو برخه اخيستې وه. دوی تر دې وروسته د سیمې د ډپتي کمشنر د دفتر مخې ته پرلت وواهه. د دوی په وینا چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي، ترهغې پورې به د دوی پرلت او احتجاج روان وي. د پرلټ ګډونوال او د قلعه عبدالله ضلعې د عوامي نيشنل ګوند مشر، منور خان د جولای په ۲۹مه مشال... Читать дальше...

اورګونوالو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وښود

Mashaalradio.com 

د جولای پر ۲۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود او ويې ویل، چې د افغان ځواکونو قرباني د ولس د هوساینې او د دې هېواد د پرمختګ لپاره ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек и Соболенко устроили триллер за престижный трофей






Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2

Московский НПЗ «Газпром нефти» вошел в пятерку лучших работодателей России

Визажист Феокстистова рассказала, как подобрать оттенок помады

Минздрав Подмосковья рассказал о влиянии укуса клеща на организм