Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

هلمند کې روانه اوونۍ ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي

0
په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.


په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګ‌ژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده.


ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کوي.


په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. حکومت او طالبانو پر یو بل د دې پېښې مسؤلیت واچاوه.


دغه‌راز تېره اوونۍ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.


حکومت هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې وسله‌والو طالبانو دا ماین ځای پر ځای کړی وو.


په هلمند کې د بشري حقونو د ځايي څانګې مسؤلینو د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال باید د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса