Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

'هرات کې د پولیسو او طالبانو نښته کې د پولیسو ۸ سرتېري ټپیان شوي'

0
یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي.


د پښتون زرغون ولسوالۍ يوې دولتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په ټپي شویو کې یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دي.


سرچینه زیاتوي، نښته هغه مهال پیل شوه چې ۴۰ هاموې موټر له هرات ښار څخه د پښتون زرغون ولسوالۍ د کلیو پر لور د اکمالاتو د انتقال لپاره روان وو او د ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې وسله‌والو طالبانو ورباندې حمله وکړه.


د سرچينې د معلوماتو له مخې د دې ولسوالۍ ډېری برخه د طالبانو په کنټرول کې ده او هغوی هڅه کوي چې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса