Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د لوګر امنیتي مسؤلینو ته د ولسمشر غني امر

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته امر وکړ چې په لوګر ولایت کې د امنیت ټينګولو او حملو پر شا تمبولو په خاطر دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.


دا خبره نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده.


ولسمشر غني نن د لوګر د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دې ولایت ته سفر کړی و.


د لوګر والي اجمل شاه‌پور له ولسمشر څخه د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تجهیز، د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړه.


له ولسمشر سره د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم‌الله وزیري او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي وو.


ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د لوګر ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی.


لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ترڅنګ موقعیت لري چې تر ډېره په‌کې وسله‌وال طالبان فعال دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса