Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ترکیه کې د بندیزونو نرمېدل، د ودونو سالونونه بېرته پرانیستل شول

0
په ترکیه کې، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له ډېرې مودې راهیسې د ودونو سالونونه تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شول.


سیردال امان دېرش کلن دی چې د چارشنبې په ورځ یې په دیاربکر کې واده وو.


هغه وویل: "موږ په دې بدبختۍ کې د نېکمرغۍ احساس کوو چې په لومړۍ ورځ مو د واده سالون ونیولای شوای."


د واده د سالونونو پرانیستنه روانه اوونۍ د ترکيې له هغو اقداماتو یو دی چې د کرونا ویروس په خاطر يې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې کړي دي.


د جون میاشتې په پیل کې ترکیې رستورانونه او کافۍ پرانیستې او پر سفر بندیز يې روانه اوونۍ پای ته ورساوه.


په ترکیه کې د کوویډ۹ دوه لکه مثبتې پيښې ثبت شوي او پنځه زره یو سل او پنځوس کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса