Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

طالبانو د هند په نیمه وچه کې القاعده شبکې سره همکاري رد کړه

0
طالبانو د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرون رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې طالبان د هند د نیمې وچې په شمول په هیڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي.


د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې هڅه کوي د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون عملي او افغانستان ته سوله راشي.


په اعلامیه کې له امریکايي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.


د امریکا د دفاع وزارت په یو نوې راپور کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.


د چارشنبې په ورځ د پنټاګون څخه په خپاره شوي دې راپور کې راغلي چې د هند په نیمه وچه کې القاعده شبکه پر امریکا سرتیرو بریدونو کې خپله دوامداره ګټه لري.


د القاعده شبکې په شمول له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې هوکړې مهمه برخه ده چې د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه دوحه کې لاسلیک شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса