Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه وشوه

0
د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو چارواکو چې وګړي یې د روان کال جنوري میاشت کې په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې پېښه کې وژل شوي، یو ځل بیا د دې پېښې په اړه د څېړنو او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کړې. 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، د افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د همکارۍ یوه هوکړه یې لاسلیک کړه.


د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ او ورته د ځواب ویلو د همغږۍ د نړیوالې ډلې غړي دي.


د خبرپاڼې په وینا، دا هوکړه لیک د ایران سره د خبرو اترو لپاره لاسلیک شوی، څو د دې هوايي پېښې بشپړې څېړنې وشي، او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.


ایران لومړی ویلي وو، دا اوکراین د هوايي شرکت دا مسافر وړونکې الوتکه د فني ستونزې له کبله نسکوره شوې، خو وروسته یې ومنله چې په تېروتنه د سپاه پاسداران ځواک په توغندي لګېدلې ده.


په دې الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره وو، چې له تهران څخه د اوکراین پلازمېنې کییف ته روانه وو.


د الوتکې ټولې سپرلۍ چې ۱۳ افغانان هم په کې وو، په پېښه کې ووژل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса