Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ترکیه کې د جمال خاشقجي د وژنې په تور د ۲۰ کسانو محاکمه پیل شوه

0
نن (د جولای درېیمه) د سعودي عربستان د شلو چارواکو چې ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې يې لاس درلود، محاکمه په ترکیه کې پیل شوه.


خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه او د سعودي عربستان د حکومت منتقد و.


خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له جدي منتقدینو څخه و چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.


د سعودي عربستان چارواکو ادعا وکړه چې یوې ډلې پر خپل سر خاشقجي وژلی او دولت ورته اجازه نه ده ورکړې.


د استانبول څارنوالۍ د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس احمد العسیري او د سلطنتي محکمې یو پخوانی سلاکار سعود القحطاني د دې قتل په پلانولو تورن کړي دي.


د څارنوالي په وینا د خاشقجي په خفه کولو کې ۱۸ نورو کسانو هم لاس درلود.


خاشقجي وروستی ځل هغه مهال ولیدل شو چې په استانبول کې د اسنادو لپاره د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی و.


ترکي چارواکي وايي، د ده مړی ټوټه شوی او له ودانۍ دباندې وړل شوی و خو پاتې شوني يې هېڅ ځای ونه موندل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса