د امریکا یو سرتېری په افغانستان کې ووژل شو
دغه وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۱ کلن وینسینټ سبسټیان ایباریا چې په اصل کې د امریکا د تګزاس ایالت و، تېره جمعه په فراه ولایت کې د موټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د ارمي ټایمز خپرونې په حواله، دا په روان ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د امریکا نهم سرتېری دی چې وژل کېږي.
