Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

اتریش محلي رسنۍ: یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی

0
د اتریش محلي رسنۍ وايي له پلازمېنې ویانا بهر یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی دی.


دغه پېښه تېر ماښام د ګیراسدورف ښارګوټي په یوه لوی شاپنګ مال کې شوې چې وروسته دغه شاپنګ مال د یوه ساعت لپاره وتړل شو.


لومړني راپورونه وايي دغه پناه غوښتونکی پر تندي ویشتل شوی او د امبولانس تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړې ده.


تر پېښې څو ساعته وروسته د پولیسو د سختې تالاشۍ په نتیجه کې له پلازمېنې ۲۰۰ کیلومتره لیرې یو مشکوک کس ونیول شو.


د اتریش پولیس دا قضیه څېړي او هڅه کوي د قتل انګېزه معلومه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса