Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۵۴۶ نور ټپیان دي

0
په هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي.


په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي دغه شمېر ماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي.


مقيم چې ازادي راډيو سره خبرې کولې وويل د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نه‌کوي.


په هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر غبرګو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول.


حکومت د سنګين د پېښې پړه پر طالبانو او طالبانو پر حکومت ورواړوله.


یوناما او بشر حقونو بنسټونو په دې وروستيو کې د ملکي تلفاتو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса