Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ناټو د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې

0
په افغانستان کې د ناټو ملکي برخه وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره‌یې د کرونا ویروس په وړاندې تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې ده.


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکي څانګې له لوري دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې هم کرونا ویروس خپور شوی دی.


غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په دې طبي مرسته کې تر یو نیم میلیون ډېر ماسکونه، ۵ لکه دستکشونه، ۴ لکه ۶۰ زره چپنې او د جراحۍ وسایل شامل دي چې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو لپاره تیار شوي او ورلېږل شوي دي.


ناټو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса