Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

پاکستان عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه

0
پاکستان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هغه هېواد ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.


دا خبره د ملي مصالحې عالي شورا په خپله فېس‌بوک پاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه بلنلیک پرون په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ښاغلي عبدالله ته وړاندې کړ.


د خبر له مخې ښاغلي عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې په خپل دفتر کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې پر روان بهیر یې خبرې وکړې.


د خبرپاڼې له مخې د پاکستان سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي.


ښاغلي عبدالله ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.


پاکستان ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса