Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

بادغیس کې سږ کال د پستې حاصلات دوه برابره شوي

0
د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي سږ کال د پستې د حاصلاتو له دوه برابره کېدو خبر ورکوي.


د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډیو ته وویل چې د ارزونو له مخې د تېر کال په پرتله به سږ کال په دغه ولایت کې نږدې ۳۶ زره او ۴۵۶ متریک تُنه زیاته پسته راټوله شي.


نوموړي وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې د پستې ۱۵ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي و.


د ښاغلي تایب په خبره، بادغیس کې د پستې ٣٠ زره هکټاره طبیعي ځنګلونه موجود دي او په دې وروستیو کې د همکارو مؤسسو او کرنې وزارت په همکارۍ د باغونو شمېر زیات شوی.


نوموړی وايي، د دوی په هڅو سره په بادغیس کې نږدې ۴،۰۰۰ د پستې باغونه جوړ شوي دي.


د بادغیس د کرنې ریاست دغه‌شان سږ کال د پستې د ۱۲۰ هکټاره طبیعي ځنګلونو د بیا جوړونې خبر ورکوي.


په بادغیس کې د پستې ځنګلونه چې نړیوال شهرت لري د بزګرو د عایداتو مهمه سرچینه جوړوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса