Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

وسله والو عراق کې یو سیاسي شنونکی وژلی

0
د عراق یو مخکښ سیاسي شنونکی پرون په پلازمېنه بغداد کې له خپل کور دباندې وژل شوی دی.


نوموړي ته تر دې مخکې د هغو ملېشه وو له خوا اخطارونه ورکړل شوي وو، چې ایران یې ملاتړ کوي.


پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر ۴۷ کلن حشام الهاشمي تر ډزو وروسته له ساحې تښتېدلي دي.


حشام الهاشمي په عراق کې پر داعش یا اسلامي دولت ډلې، القاعده او نورو افراطي ډلو له پېژندل شویو منتقدانو ګڼل کېده.


دی وخت ناوخت پر ټلویزیونونو راڅرګندېده او دولتي چارواکو، خبریالانو او تحقیق کوونکو به وروسته د ده له تخصص څخه ګټه اخیستله.


دغه شنونکي په وروستیو کې د هغو ملېشه وو چې ایران یې ملاتړ کوي د ځواک پرضد او د عراق په سیاسي مشرتابه کې د اداري فساد پرضد هم خبرې کړې دي.


تر اوسه د دې وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса