Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

امریکا: که زده‌کړې انلاین وې بهرنیو محصلانو ته ویزې نه‌تمدیدوو

0
متحده ایالات وايي چې که په راروان مني کې د نوي تعليمي کال زده‌کړې بیا هم انلاین وي، نو د بهرنیو محصلانو ویزې به تمدید نه‌کړي.


دا خبرداری چې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې خپور کړی ښايي سلګونه زره بهرني محصلین زیانمن کړي.


دې ادارې په یوه بیان کې چې پرون د جولای په شپږمه نېټه خپور شو ویلي، د بهرنیو چارو وزارت به د هغو محصلانو ویزې تمدید نه‌کړي چې د نوي تعلیمي کال د درسي سمسترونو لپاره‌یې نوم‌لیکنه کړې ده او همداراز د امریکا د ګمرکونو او سرحدي محافظت اړوندې ادارې به دې محصلانو ته اجازه ورنه‌کړي چې د متحده ایالاتو قلمرو ته ننوځي.


په متحده ایالاتو کې اوس‌مهال ۱۱ لکه بهرني محصلان زده‌کړې کوي.


د امریکا د تعلیم شورا چې د لوړو زده‌کړو د شااوخوا ۱،۷۰۰ مؤسسو استازیتوب کوي، دا نوي مقررات وېروونکي بللي دي او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې دا پرېکړه د ځوابونو په ځای پوښتنې پاروي او د ښه پر ځای ناوړه اغېز ښیندي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса