Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ننګرهار چارواکي: یو تن د تښتوونکو له منګلو ازاد شو

0
په ننګرهار کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.


د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو نن سې شنبه یو تن چې عبدالرحمن نومېږي او د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ د ولسوال زوی او نېږدې ۲۱ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحې په مربوطاتو کې تښتول شوی و، د تښتوونکو له منګولو ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.


د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په دې اړه په یوه کنفرانس کې وویل، عبدالرحمن ۲۱ ورځې د تښتوونکو په قضه کې و او د شېخ مصري په سیمه ساتل کېده، د کورنۍ نه یې د خوشې کېدو په بدل کې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر غوښتل چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا روغ رمټ ازاد او په تور یې ۵ تنه ونیول شول.


نیول شوي کسان د ملي امنیت په قبضه کې تر څېړنو لاندې دي.


د تښتول شوي عبدالرحمن کورنۍ وایي، تښتوونکو ورته ګواښ کړی و چې که دوه نیم سوه زره امریکایي ډالر ورنه کړل شي، نو عبدالرحمن او د کورنۍ نور غړي به یې ووژني.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса