Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې اسلام اباد کې د مندر جوړولو زمینه برابره کړي

0
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه وکړه، چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د هندوانو د یوه عبادتځای یا مندر جوړولو ته زمینه برابره کړي. 


دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسون، مذهبي او سیاسي کړیو کې د دې پروژې په اړه مخالفتونه شته.


د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي: "هرڅوک د مذهب او عقیدې ازادي لري، هغه حق چې د پاکستان اساسي قانون یې تضمین ورکړی دی."


دغه سازمان ویلي، د هندوانو د مندر د رغونې مخنیوی یو ناوړه عمل دی، چې باید ژر تر ژر ترې ډډه وشي.


په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د لومړني مندر د جوړولو پلانونه د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت له خوا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې منظور شوي وو.


د اوسني صدراعظم عمران خان حکومت د شري کرشنا مادیر په نوم د دغه مندر د جوړولو لپاره د نږدې ۶ لکه ډالرو په ارزښت مالي مرسته منظور کړه، خو مسلمانو مذهبي مشرانو، سیاستوالو او د عمران خان د متحد ګوند، مسلم لیګ (ق) رهبر د دغه پلان سخت مخالفت کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса