Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

چارواکي: پکتیا کې ماین چاودنې د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي

0
د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نن د ماینونو دوو چاودنو د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.


په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادۍ راډیو ته د دغو دوو پېښو په اړه وویل: "په یوه چاودنه کې چې د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکاڼي په سیمه کې د ملي اردو پر رېنجر شوې، یو کس پکې ټپي شوی، خو د دې ولسوالۍ د کلکین خولې په سیمه کې بیا د ملي اردو پر ګزمې د ماین چاودنې له امله دوه سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."


په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، چې په دغو دواړو پېښو کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.


که څه هم د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، دغه ماینونه وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса