Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

فضل احمد معنوي: په نږدې راتلونکي کې د کاندید وزیرانو لېست ارګ ته سپارو

0
د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وايي، د دوی له اړخه د پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست بشپړ شوی او ممکن تر سبا پورې حکومت ته تسلیم کړای شي.


فضل احمد معنوي نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د کرونا وبا او نورو بوختیاوو له کبله ونه توانېدل د خپلو پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست پر وخت برابر کړي.


هغه زیاتوي: "لېست بشپړ شوی دی، په پام کې وه یوه یا دوې ورځې مخکې شریک کړای شي، خو د ښکېلوو خواوو د بوختیاوو له کبله داسې ونه شول، احتمالاً نن سې شنبه یا سبا چهارشنبه به فهرست تسلیم کړای شي."


تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې د ارګ له خوا د پېشنهادي کاندید وزیرانو په معرفۍ کې کومه ستونږه نه شته، خو هغه ویلي وو چې د عبدالله عبدالله له ډلې کاندید وزیران معرفي شوي نه دي.


د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو د نهايي نتیجو تر اعلان شا و خوا شپږ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه کابینه بشپړه شوې نه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса