Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۲ میلیونو واوښت

0
په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۲ میلیونو واوښت.


د ټولو کرونا نیولو شااوخوا یوه درېیمه برخه‌یې د امریکا په متحده ایالاتو کې دي. په هغه هېواد کې چې د دغه ویروس نوې پېښې په‌کې په تېره بیا په جنوبي او لوېدیځو ایالتونو له فلوریدا نه تر تګزاس او له ارېزونا نه تر کالیفورنیا پورې، مخ په زیاتېدو دي.


د جانز هاپکنز پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې له درې میلیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او لږترلږه ۱۳۲ زره او ۲۵۶ کسان ترې مړه شوي دي. 


له متحده ایالاتو وروسته په برازیل او هند کې د کرونا نوې پېښې په زیاتېدو دی. د تأیید شویو شمېرو له مخې په برازیل کې یو میلیون ۷۰۰ زره کسان او په هند کې ۷۴۲ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.


مکسیکو هم په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د ۶،۹۹۵ نویو پېښو په ثبتولو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ. په دې سره دا هېواد له اسپانیا چې له ۲۷۵ زره زیاتې پېښې یې ثبت کړې، مخکې شو.


د استرالیا په دوهم ستر ښار ملبورن کې چې پنځه میلیون وګړي اوسي، چارواکو سر له ننه بېرته سخت بندیزونه لګولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса