Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

طالبانو د نږدې ۶۰۰ بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی

0
طالبانو د نږدې ۶۰۰ هغو بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی چې په خوشې کولو باندې یې لانجې روانې وې.


یوې معتبره حکومتي سرچینې دغه خبره نن ازادي راډیو ته وکړه.


حکومت څه باندې څلور زره طالب بندیان تر اوسه خوشې کړي، خو د راپورونو په اساس د طالبانو له‌خوا په مخکېني سپارل شوي لېست کې نږدې ۶۰۰ داسې کسان شامل و چې حکومت‌یې له خوشې کولو سره نه‌و جوړ.


د طالبانو او امریکا د فبرورۍ ۲۹مې د موافقې له مخې افغان دولت تر پنځه زره طالب بندیان او طالبان‌یې په بدل کې زر حکومتي بندیان خوشې کوي.


د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته په یوه لنډکي پیغام کې وویل چې تر اوسه د طالبانو د بندیانو کمېسیون افغان حکومت ته د نوي لېست د سپارلو مسئله نه‌ه تأیید کړې، نو بناً د ده په خبره دا موضوع حقیقت نه‌لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса