Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

سولې ولسي حرکت: ښکېلو خواوې دې د سولې واک درېيمګړو ته وسپاري

0
د سولې ولسي حرکت وايي، حکومت او طالبان دې درېيمګړو ته اجازه ورکړي چې یوه ګډه کمېټه جوړه او د سولې لپاره کار وکړي.


دې حرکت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د سولې په ننګه د هم‌مهالو غونډو له جوړولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي.


د دې حرکت یوه مخکښ غړي اقبال خیبر ازادي راډیو ته وویل چې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې واک درېيمګړو ته وسپاري.


ښاغلی خيبر زياتوي: "تراوسه په نړۍ کې نه‌دي لیدل شوي چې دوه خواوې چې ۲۰ کاله‌یې له یو بل سره جګړه کړې وي، په خپل منځ کې خبرو ته کېني نو ښه دا ده چې دواړه خواوې افغان ولس او ملګرو ملتونو ته موقع ورکړي چې د سولې د راوستلو لپاره یوه کمېټه جوړه کړي څو د ښکېلو خواوو ترمنځ سوله‌ییزه فضا رامنځته او د سولې پروسه چټکه کړي."


ښاغلی خیبر وايي، د سولې ولسي حرکت باور لري چې د جګړې د درېدو په صورت کې که د سولې خبرې هر څومره اوږدې شي، ستونزه نه‌شته ځکه چې ولس به له مرګ ژوبلو او مصیبتونو خلاص وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса