Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

بهرنيو چارو وزارت موندنې: ترکيه کې افغانان ډوب شوي

0
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پرله‌پسې څېړنو وروسته ورته څرګنده شوه چې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې یو شمېر افغانان مړه شوي دي.


د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې پېښه کې چې د روان سرطان په اوومه نېټه وشوه، له ۷۰ تر ۸۰ تنه مړه شوي دي.


د ترکیې د وان ښار چارواکو په انقره کې د افغانستان سفارت ته ویلي، بېړۍ د سخت توپان له کبله ډوبه شوه او یوازې یې ماڼو ژوندی پاتې شو.


په انقره کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې تر اوسه د ۱۳ تنو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.


تر دې وړاندې هم د ترکیې په اوبو کې د هغو بېړیو د ډوبېدو خبرونه ورکول شوي چې پناه غوښتونکي یې په غیر قانوني ډول یونان یا ایټالیا ته بیول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса