Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د امریکا ټرانسپورت وزارت د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه

0
د امریکا متحده ایالتونو ټرانسپورت وزارت دغه هېواد ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي.ای.اې د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه.


دا کار ځکه شوی چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي.


د ډان پاکستاني ورځپاڼې د راپور په اساس دا موضوع پي.ای.اې ته په یوه مکتوب کې ابلاغ شوې چې یوه کاپی یې دې ورځاڼې ته هم رسیدلې.


د ډان د راپور په اساس د پي.ای.اې ویاند عبدالله خان دا موضوع تأیید کړې او ویلی یې دي چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه یې یو ایمیل ترلاسه کړي.


د امریکا د دې پرېکړې علت د یاد هوایي شرکت د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو په اړه شته اندېښنې یادې شوي.


پاکستان وروسته له هغه چې تېره میاشت د ځینو پیلوټانو د اسنادو د جعل په اړه معلومات ترلاسه کړل یو په درېیمه برخه پیلوټان یې له پروازه منع کړل.


د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان ویلي چې د پي.ای.اې د هوايي شرکت د ۲۶۲ پیلوټانو د الوتنو د جواز په برخه کې شکونه موجود دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса