Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د یو لایحې د تمدید وړاندیز وکړ

0
د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د هغې لایحې د تمدید وړاندیز وکړ چې هدف یې د مخالفو فعالانو او سیاستوالو غلي کول او دغه راز د هغو کسانو پټه خوله کول دي چې د روسیې له خاورې سره د کریمیا ټاپوزمې د غیرقانوني یوځای کولو موضوع راپورته کوي.


د دې لایحې یوه لیکونکي، د روسیې په دولتي دوما کې د دولت جوړونې او قوانینو د کمېټې رئیس پاویل کراشینینیکوف وویل، دا لایحه به د سختدریځۍ پر ضد د اقداماتو قانون تعدیل کړي.


د دې قانون پر اساس د روسیې د فدراسیون پر مځکنۍ بشپړتیا تېری سختدریځي ګڼل کېږي.


په نورو تعدیلاتو کې یو دا دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اجازه ورکول کېږي چې له اوسنۍ دوهمې دورې وروسته دوه ځلې بیا هم ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي.


د پوتین اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ م کال پای ته رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса