Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

پومپیو د روغتیا له سازمان څخه د امریکا د وتلو په باب د ټرمپ د پرېکړې دفاع وکړه

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو په باب د ټرمپ د حکومت د پرېکړې دفاع وکړه.


ده وویل، د ملګرو ملتونو دا اداره د خپل اصلي ماموریت په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده.


پامپیو پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، د روغتیا نړیوال سازمان وخت په وخت بیا بیا ښودلې چې له هغو نیمګړتیاوو زیانمن شوی چې د خپل ماموریت بشپړولو ته‌یې نه پرېږدي او دا د نړۍ لپاره یو خبرداری دی دی.


د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ د جولای ۶ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته خبر ورکړ چې د امریکا متحده ایالتونه د روغتیا له نړیوال سازمانه په یوه کال کې په دې خاطر وخي چې د کرونا وبا په وړاندې د دې سازمان پر اقداماتو غوسه ده.


د امریکا متحده ایالتونه د روغتیا د نړیوال سازمان تر ټولو لوی مالي ملاتړ کوونکی هېواد دی.


د دې ادارې د بودجې نږدې په سلو کې ۱۵ امریکا ورکوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса