Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ننګرهار کې نن د ملکي هوايي ډګر د رغولو چارې پیل شوې

0
په ننګرهار ولایت کې نن د ملکي هوايي ډګر د رغولو چارې پیل شوې.


د افغانستان د هوايي چلند ادارې د ادارې لوی رئیس قاسم وافي زاده نن د دغه هوايي ډګر د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې دا هوايي ډګر په دوو کلونو کې د څلوېښتو میلیونو ډالرو په لګښت رغول کېږي.


دغه ملکي هوايي چلند ته د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ کې دري نیم زره جریبه ځمکه بېله شوې ده.


د ښاغلي وافي‌زاده په خبره په لومړي پړاو کې د ډګر احاطه او په دویم پړاو کې به‌یې رنوې او نور تاسیسات جوړ شي.


د ننګرهار اوسیدونکو له کلونو راهیسې په دې ټینګار درلود چې هلته یو ملکي هوايي ډګر جوړ شي.


افغان ولسمشر اشرف غني وروستی وار ننګرهار ته په سفر کې ژمنه کړې وه چې دا ځل به ننګرهار ته هوايي ډګر جوړوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса