Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

امریکا یو روسی وګړی د سایبري غلا او هک کولو په جرم محکوم کړ

0
د امریکا د سن فرانسیسکو یوې محکمې روسي تبعه یوګینی نیکولین د سایبري غلا او د ټولنیزو رسنیو د هک کولو په جرم محکوم کړ.


نوموړي دغه جرم اته کاله وړاندې ترسره کړی چې هغه مهال یې د امریکا لویې ټولنیزې رسنۍ لینکډن او ډراپ باکس هدف ګرځولې وې.


د مجرم پېژندل شوي کس مدافع وکیل ویلي، د استېناف غوښتنه کوي او دا پرېکړه " لویه بې عدالتي" بولي.


مدافع وکیل ویلي، د هغو معایناتو په پایله کې چې د قاضیانو په سپارښتنه شوي، معلومه شوې چې موکل یې رواني ستونزه لري.


محکمې پرون وویل، د نیکولین محکومیت به په رسمي ډول د سېپټېمبر په ۲۹مه نېټه اعلان کړي.


نیکولین د هر غلا شوي یوزر نېم او پاسورد په بدل کې په لس کاله حبس او د هر کمپیوټر د هکېدو په بدل کې په پنځه کاله بند محکومېدای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса