Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

روسیه کې د یوه والي د نیولو په غبرګون د لسګونه زره کسانو لاریونونه

0
د روسیې په ختیځ ښار خباروفسک کې لسګونه زره کسان د دوی د سیمه ییز والي د نیولو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي.


والي سرګي فورګل تورن دی چې ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې یې د څو سوداګرو د وژنې امر ورکړی د ځینو نورو د وژنې هڅه یې کړې ده.


د فورګل ملاتړي نن د لینن په مرکزي څلور لاره کې راټول شوي او دا شعارونه لېږدوي چې "زه سرګي فورګل یم" " فورګل خوشې کړئ" او " شرم پر مسکو".


د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.


پنځوس کلن فورګل وړمه ورځ د څېړنیزې کمېټې له خوا ونیول شو او د مسکو یوې محکمې یې د دوه میاشتني توقیف پرېکړه وکړه.


نوموړي ویلي، دی بې ګناه دی او د سوداګرو په وژنه کې لاس نه لري.


د روسیې په پارلمان کې د لیبرال ډیموکراټ ډلې مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي ویلي، دوی د خپل دې غړي د نیولو په غبرګون کې استعفا ته چمتو دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса