Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

طالبان: غور کې مو ۱۷ افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي

0
طالبان وایي، نن یې په غور ولایت کې له خپل زندانه ۱۷ پولیس او پوځیان خوشې کړل.


د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دغو کسانو ته یې د سفر لګښت ورکړی او خپلو کورنیو ته لېږل شوي دي.


ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه د افغان حکومت ۷۶۹ زندانیان خوشې کړي دي، خو افغان چارواکي بیا دا شمېر نه مني او وایي، د طالبانو له خوا څه باندې پنځه سوه زندانیان ازاد شوي دي.


افغان حکومت هم له خپله اړخه د طالبانو څه باندې څلور زره زندانیان پریښي، خو دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو شاوخوا پنځه سوه زندانیان چې حق العبدي قضیې لري ممکن خوشې نه شي.


حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو یې غوښتي چې د دغو کسانو پر ځای به یې نور زندانیان خوشې کړي او طالبانو دا لېست هم ور سپارلی، خو سهیل شاهین وایي، دوی کوم نوی لېست حکومت ته نه دی ورکړی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса