Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

پکتیا کې ماین چاودنې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

0
د ملي امنیت یو کارکوونکی په پکتیا کې د ماین چاودنې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.


د دغه ولایت د امنیت امر لطف‌الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن غرمه مهال د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل-ګردېز په عمومي سړک د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله وشوه.


دا ماین هغه مهال وچاودېد چې د ملي امنیت ځواکونو هایلکس ډوله موټر له سیمې تېرېده.


دا په تېره یوه اوونۍ کې څلورمه چاودنه ده چې له ګردېزه کابل ته د غځېدلي واټ په اوږدو کې کېږي.


تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса