Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل پرمخ ماسک کارولی

0
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د یوه پوځي روغتون د کتنې پر مهال د اول وار لپاره پر مخ ماسک کارولی و.


ده په روغتون کې ټپي سرتېري او په کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د روغتیايي څارنې بهیر وکوت.


پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کېده چې په سپینه ماڼۍ کې له چارواکو سره د کتنې او په عامو ځایونو کې د راڅرګندېدو پر وخت ماسک نه کاروي.


خو ولسمشر ټرمپ پرون په مریلنډ کې له پوځي روغتونه د روانېدو پر مهال وویل، ده هېڅکله د ماسک کارونې مخالفت نه دی کړی.


د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳ میلیونو او ۲ لکو اوښتی دی.


په امریکا کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر هم له یولک او ۴۳۰۰۰ زیات شوی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса