Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

فراه کې ځینو دولتي کارکوونکو ته صحي بستې وېشل کېږي

0
د فراه د دولتي ادارو اجیرو کارکوونکو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي اته زره صحي بستې او د زده‌کوونکو لپاره د ښوونځي اووه زره بکسونه او نور وسایل وېشل کېږي.


د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون شنبه (د چنګاښ په ۲۱مه) د دې مرستو د وېش پر مهال وویل: "د دې موادو وېش د جمهوري ریاست له امر سره سم او د یونېسف له مرستو څخه د دولتي ادارو اجیرو کارکوونکو او بې‌وزلو کورنیو ته پیل شوی دی."


د مرستې په دې بستو کې صابون، دستمال او د ښوونځي وسایل شامل دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف چمتو کړي دي.


په فراه کې تر دې دمه د 'کووېډ-۱۹' ۳۰۰ پېښې ثبت شوې دي، خو ویل کېږي چې اصلي شمېرې ښايي تر دې ډېرې لوړې وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса