Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د جلال‌اباد اوسېدونکي: له یوې نسبي کرارۍ وروسته ناامنۍ زیاتې شوي

0
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي، له یوې نسبي کرارۍ وروسته بیا په دغه ښار کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.


له ننګرهار څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د روان سرطان په تېرو ۲۲ ورځو کې په جلال‌اباد ښار کې ۶ چاودنې شوي چې له کبله‌یې نږدې ۴۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


اکثره پېښې د مقناطیسي ماینونو او بمي چاودنو په نتیجه کې شوي.


د ننګرهار اوسېدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تدابیر زیات کړي.


د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې د دغه ښار او پلازمېنې کابل ترمنځ د پرتې سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې د پخوا په پرتله‌یې په ولسوالۍ کې ناامني زیاته شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса