Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2020

د روسیې په خبروفسک کې د لاریونونو دوام

0
د روسیې د لېرې ختیځ په خبروفسک ښار کې سلګونو تنو د یوه سیمه ییز والي د نیول کېدو په اعتراض کې نن په دوهمه ورځ هم لاریون وکړ.


لاریون کوونکي د سیمې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې ته لاړل او په شعارونو کې یې د والي سرګي فورګال د خلاصون غوښتنه وکړه.


نوموړی، دوې ورځې وړاندې د قتل په یوه لس کاله پخوانۍ قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.


دې ته په پام چې دا سیمه له مسکو څخه خورا لېرې ده او د کریملین سیاسي مخالفان رټل شوي، په دې ښار کې د کریملین ضد لاریونونه غیرمعمولي ښکاري.


په هغو ویډیوګانو کې، چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ګڼ شمېر لاریون کوونکي د ښار په مرکزي برخه کې د لاریون په حال کې لیدل کېږي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса